IQNA

 د کابل په لومړني ملی قرآني نندارتون کې د ایرانیو ممتازو قاریانو د شتون تود هرکلی(انځورونه او فیلم)

12:50 - May 04, 2024
د خبر لمبر: 3489162
ایکنا - د افغانستان د کابل  لومړنی ملی قرآني نندارتون دوهمه ورځ  د انجونو ولولناک او پرتمین شتون  پکې په اوڅاره توګه لیدل کید،  دیوه  مطرح  او مشهور ایراني قاري او د ایران د اسلامی جمهوریت د  دریم ټيلیویژني چینل  د  ؛محفل ؛قرآني پروګارم د داؤر  احمد ابوالقاسمي دشتون  شاهد هم ؤ  چې د قرآن کریم په زړه پورې تلاؤت ئې هم وړاندې کړ.

ایکنانیوزد آوا خبری آژانس له قوله راپور راکړ،  د افغانستان د کابل  د ملی قرآني نندارتون په دوهمه ورځ  د ایران د اسلامی جمهوریت  ممتاز  او مشهور قاری  او داؤر  ا ح مد ابوالقاسمي  شتون تود هرکلی شوی  چې د قرآن کریم په زړه پورې تلاؤت ئې هم  وړاندې کړ.

په کابل کې د  ایران کلتوری سلایارپه افغانستان کې د قرآن کریم د لومړني ملی نندارتون  د لیدو په وخت د ایران او افغانستان ترمینځ ژبني ،تاریخي ، کلتوري ، دیني ، اجتماعي، توکمی مشترکاتو ته په اشارې  سره  روښانه کړې ده ، په دغه نندارتون کې ددواړو هیوادونو یو ترټولو   څرګند مشترک ټکی  چې قرآن کریم دی ، نندارې ته وړاندې شوی دی.

 په کابل کې د ایران د اسلامي جمهوریت کلتروي سلایار سید روح ا... حسیني  ددې خبرې په کولوسره ووئیل،  په  دغه نندارتون کې د ایرانیو قاریانو او قرآني ډلو ولولناک شتون  چې د ایران او افغانستان  د لانزدیکت  یوه بله ځلا ئې نندارې ته وړاندې کړې ده،د ایران او افغانستان دوو ګاونډیو او وروڼو هیوادونو ترمیخ به  د الهي پیاوړي رسئ په  توګه،د نوي حاکمیّت  په پړاؤ کې د قرآن د روح بخښونکي وږمې د یوه نوي لهر ځيری وي. حسیني په دوام کې ووئيل،  اوس داهیله رامینځةشوې ده چې د قرآن  کریم نندارتون  د افغانستان په نورو ولایتونو کې  کې دنورو نندارتونونو ددوام لپاره یو برکتناک پيل شي.

دا په داسې حال کې دي چې  د کابل  لومړنی ملی قرآني نندارتون دوهمه ورځ  د انجونو ولولناک او پرتمین شتون  پکې په اوڅاره توګه لیدل کید،  دیوه  مطرح  او مشهور ایراني قاري او د ایران د اسلامی جمهوریت د  دریم ټيلیویژني چینل  د  ؛محفل ؛قرآني پروګارم د داؤر  احمد ابوالقاسمي دشتون  شاهد هم ؤ  چې د قرآن کریم په زړه پورې تلاؤت ئې هم وړاندې کړ.

 

https://iqna.ir/fa/news/4213760

captcha